الکساندر بورتنیکوف: اسلامي امارت د افغانستان د باثباته کولو او بیا رغولو وړتیا لري

الکساندر بورتنیکوف: اسلامي امارت د افغانستان د باثباته کولو او بیا رغولو وړتیا لري سیمه
د روسیې فدرالي امنیت ادارې مشر

د روسیې فدرالي امنیت ادارې مشر الکساندر بورتنیکوف ویلي، که بهرنيان د کابل په چارو کې لاسوهنه ونه کړي، نو اسلامي امارت د افغانستان د باثباته کولو او بیا رغولو وړتیا لري.

د یاد هېواد دې لوړ پوړي امنیتي چارواکي دا څرګندونې د همګټو هېوادونو ناسته کې کړې دي.

الکساندر بورتنیکوف همدارنګه ویلي، چې د اسلامي امارت چارواکي دوامداره توګه د وضعیت عادي کولو لپاره کار کوي او هڅه کوي، چې سیمه کې د ترهګریزو ګواښونو مخه ونیسي.

الکساندر پر امریکا او بریتانیا تور پورې کړی، چې یاد هېوادونه د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو د امنیت خرابولو لپاره له ترهګرو ډلو سره همکاري کوي.

د یادونې وړ ده، چې وروستیو کې ګڼو بهرنیو هېوادونو مشرانو اعتراف کړی، چې د اسلامي امارت چارواکي د افغانستان د بیارغولو، مدیریت کولو او هېواد ته د پرمختګ ورکولو توان لري.

تړلي موضوعات