د ایراني ولسمشر ابراهیم رئیسي په ګډون د هلیکوپټر پېښې د قربانیانو جنازې لمونځ وشو

د ایراني ولسمشر ابراهیم رئیسي په ګډون د هلیکوپټر پېښې د قربانیانو جنازې لمونځ وشو سیمه
د جنازې لمونځ د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه یي په امامت وشو

د جنازې لمونځ د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه یي په امامت وشو.

د ابراهیم رییسي په ګډون پېښه کې د ټولو مړو شویو کسانو جسدونه الوتکه کې له تبریز تهران ته یووړل شول.

د ایراني ولسمشر جسد به سبا پنجشنبه د هغه پلرني ښار مشهد ته انتقال او امام علي رضا زیارت په انګړ کې به خاورو ته وسپارل شي.

د ابراهیم رییسي جنازه کې د ګډون لپاره د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي  هم ورغلي دي.

د حماس مشراسماعیل هنیه سربیره دنړۍ یو شمیر هېوادونو چارواکي په دغو مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته تللي دي.

تړلي موضوعات