د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي مرینه تائید شوه

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي مرینه تائید شوه سیمه
تخنیکي ستونزې له کبله سقوط وکړ

د ایران مهر او ایرنا خبري اژانسونو تائید کړه، چې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د چورلکي سقوط پېښه کې د نهو تنو نورو ملګرو سره وژل شوی دی.

د ایران ولسمشراو ورسره مل پلاوي چورلکې تېره ورځ د شرقي اذربایجان کې د تخنیکي ستونزې له کبله سقوط وکړ.

په دې پېښه کې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي، بهرنیو چارو وزیر امیرعبدالهیان، ایت الله محمد علي ال هاشم، دوکتور ملک رحمتي، سردار سید مهدي موسوي، سپاه انصار المهدي، پیلوټ، همکارپیلوټ او کروچیف وژل شوي دي.

بلخوا ایران ولسمشر اجرائیه مرستیال محسن منصوري هم په خپله اېکس پاڼه لیکلي إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَیْهِ رَاجِعُونَ.

تړلي موضوعات