ایرانۍ چورلکې غورځېدو ځای پیدا شوی؛ ژغورونکي یاده سیمه کې دي

ایرانۍ چورلکې غورځېدو ځای پیدا شوی؛ ژغورونکي یاده سیمه کې دي سیمه
د چورلکې غورځېدو سیمه. عکس: تسنیم اژانس

د ایران تسنیم خبري اژانس تازه خبر ورکړی، چې د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي چورلکې غورځېدو ځای پیدا شوی دی.

یاده ایراني رسنۍ زیاتوي، چې د ژغورونکو ۷۳ کسیزه ډله د چورلکې نسکورېدو ځای ته نږدې ده او سیمه کې لټون پیل شوی.

تسنیم د سرې میاشتې ټولنې رئیس له قوله ویلي، چې د چورلکې وضعیت ښه نه دی او موږ د پېښې ځای ته دوه کیلومترۍ کې یوو.

د یادونې وړ ده، چې د ایران د ولسمشر او د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر چورلکه تېره ورځ مازدیګر د اذربایجان ختیځ کې سقوط شوې، چې تر دمګړۍ د مرګ ژوبلې په اړه خبر نشته.

تړلي موضوعات