د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي الوتکه غورځېدلې

د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي الوتکه غورځېدلې سیمه
د ایران ولسمشر

ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د ایراني ولسمشر ابراهیم رئیسي الوتکه له پېښې سره مخ شوې او غورځېدلې.

د ایران رسمي خبري اژانس ارنا ویلي یاده الوتکه د ختیځ اذربایجان په سیمه کې غورځېدلې.

د سرچینو په وینا په یاده الوتکه کې د ایراني ولسمشر سره د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان او ځیني نور لوړ پوړي چارواکي هم سپاره وو.

د ایراني چارواکو په قول لا تر اوسه د ولسمشر د الوتکې د موندنې عملیات روان دي خو د ګرد، غبار او هوا خرابوالي له امله دا هڅې له ځنډ او خنډ سره مخ دي.

د ایران رسمي خبري اژانس ویلي چې سیمې ته تر ۲۰ پورې د ژغورنې ټیمونه لېږل شوي او ښايي د پلټنې عملیات وخت ونیسي.
#حریت_راډيو

ویب سایټ: https://hurriyat.net
واټساپ چېنل لېنک: https://whatsapp.com/channel/0029VaNGcTeEKyZNETeJj72z…
ټلیګرام لېنک: https://t.me/HurriyatPa

تړلي موضوعات