د اسلامي نړۍ د علماوو د مشورتي غونډې پای؛ د اسلامي امت پر یووالي ټینګار شوی

د اسلامي نړۍ د علماوو د مشورتي غونډې پای؛ د اسلامي امت پر یووالي ټینګار شوی نړۍ
د اسلامي امت پر یووالي ټینګار کړی دی

د اسلامي نړۍ د علماوو درې ورځنی مشورتي کنفرانس چې د ترکیې په استانبول ښار کې جوړ شوی و، پای ته ورسېد.

د دغې کنفرانس ګډونوالو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اسلامي امت پر یووالي ټینګار کړی دی.

د ارشاد حج او اوقافو وزارت وايي، په دې کنفرانس کې د اسلامي هېوادونو وزيرانو، علماوو او استازو د اسلامي امت او بشريت په وړاندې له ننګونو او خطرونو څخه د وتلو پر لارو چارو خبرې کړې دي.

یاد وزارت ویلي، د کنفرانس ګډونوالو په اوسنیو حالاتو کې د اسلامي امت د یووالي او ګډو مسایلو کې د واحد دریځ غوره کولو ته د پاملرنې زیاتوالي غوښتنه کړې.

د یادولو ده، چې په دې کنفرانس کې د ارشاد حج او اوقافو د وزیر په مشرۍ افغان پلاوي د ترکیې د دیني چارو ادارې رئیس دوکتور علي ارباش په رسمي بلنه ګډون کړی و.

تړلي موضوعات