د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ ۱۰ قرار دادونه لاسلیک شوي
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ودانیزو توکو لکه سیخ ګول، رنګ، مرمر ډبرو، او خوراکي توکو برخه کې ۱۰ قرار دادونه او دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر د دغو قراردادونو د لاسلیک پرمهال ویلي، د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د سوداګرۍ ودې او پراختیا لپاره ښه فرصت برابر شوی، چې دواړه لوري باید ترې ګټه پورته کړي.
د دې قرار دادونو له مخې به له افغانستانه ترکمنستان ته سیخ ګول، رنګ او مرمر ډبرې صادرېږي.
دغه قرار دادونه وروسته له هغې لاسلیک شول، چې ترکمنستان ته د صنعت او سوداګرۍ وزیر د سفر پرمهال د دې هېواد ملي رهبر سره په لیدنه کې پرې هوکړه شوې.