د غزني د بالاحصار تخریب شوې برخې بېرته رغول کېږي

د غزني د بالاحصار تخریب شوې برخې بېرته رغول کېږي بیارغونه او پراختیا
د غزني د بالاحصار له بېلابېلو برخو څخه لیدنه او څارنه کړې

د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، د وروستیو اورښتونو له کبله د غزني ولایت د بالاحصار تخریب شوې برخې بیرته رغوي.

دغه وزارت د غرني د کور او ښار جوړولو د رئیس مولوي نورولي بلال متقي له قوله خبر ورکړی، چې تخنیکي ټیم یي د غزني د بالاحصار له بېلابېلو برخو څخه لیدنه او څارنه کړې.

نوموړي ویلي، هڅه کوي ژر تر ژره د تخریب شویو برخو د بیا رغونې او ترمیم لپاره پلان جوړ او بیا ورغول شي.

دا په داسي حال کې ده، چې د وروستیو اورښتونو له کبله د غزني ولایت غزنین تاریخي کلا ځینې برخې او یو شمېر نور تارخي ابدات هم د نړېدو له ګواښ سره مخ دي.

تړلي موضوعات