بنیامین نتنیاهو د نړیوالې محکمې له لوري د نیولو په اړه اندېښمن دی

بنیامین نتنیاهو د نړیوالې محکمې له لوري د نیولو په اړه اندېښمن دی نړۍ
چې د نیولو امر صادرولو مخنیوی یې وکړي

انادولو خبرې اژانس د اسراييلي معاريو ورځپاڼې په حواله ویلي، چې بنیامین نتنياهو په غير طبيعي ډول اندېښمن دی، چې احتمال لري د جرمونو نړيواله محکمه د ده او د ځینو نورو اسرائيلي چارواکو د نيولو امر صادر کړي.

د سرچینو په وینا، په دې وروستیو ورځو کې نتانیاهو د نړۍ له یو شمیر مشرانو او چارواکو په ځانګړې توګه د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره ټیلیفوني خبرو کې غوښتنه کړې، چې د نیولو امر صادرولو مخنیوی یې وکړي.

د یادونې وړ ده، چې په غزې د اشغالګر رژیم په روانو بریدونو کې څه باندې ۳۴ زره فلسطیني وګړي شهیدان شوي، چې له امله یې صهیونیستي رژیم د نړیوالې محکمې له خوا په نسل وژنې تورن شوی او د دغه هیواد د لومړي وزیر په ګډون د نورو اسرائیلي چارواکو د نیولو احتمال شتون لري.

تړلي موضوعات