تېرو دوو ورځو کې له ایران او پاکستان څخه نیږدې ۴زره کډوال راستانه شوي
د کډالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په تېرو دوو ورځو کې له ایران او پاکستان نه په خپله خوښه او جبري ډول ۳زره ۸۸۳ کډوال هېواد ته راستانه شوي.
یاد وزارت وایي، دغه شمېر کډوال د اسلام کلا او سپین بولدک له لارو هېواد ته راستانه شوي، چې ډلې یې ۵۱۹ تنه اړمن و چې د مرستې لپاره د کډوالۍ نړېوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.
همداراز ۱۱۳۶ کورنیو ته ۱۰ ـ ۱۰ زره افغانۍ هم د مرستې په ډول ورکړل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د هوا په ګرمېدو له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول له ایران او پاکستان نه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو لړۍ هم چټکه شوې، خو اسلامي امارت ویلي، چې بېرته راستنېدونکو کډوالو ته یې بشپړ چمتووالی نیولی دی.