په هېواد کې د درملو د ۶ نورې لویې کارخونې جوړېږي

په هېواد کې د درملو د ۶ نورې لویې کارخونې جوړېږي بیارغونه او پراختیا
په دې برخه کې به هر اړخیزې هلې ځلې وکړي

د خوړو او درملو ملي ادارې رئيس ډاکټر عبدالباري عمر، په بلخ کې د خوړو او درملو ادارې د پرانېستنې په مراسمو کې ویلي، هر کال د خوا و شا یو میلیارد افغانیو په ارزښت درمل اخیستل کیږي، چې له دې وروسته به د ولس پيسې په درملو نه، بلکې په ښو خوراکي توکو مصرفیږي.

ښاغلي عمر زیاته کړې، یاده اداره په هېواد کې د ټولو خوراکي توکو او درملو د کنټرول او ولس ته د ښو خدمتونو په موخه رامنځته شوې او په دې برخه کې به هر اړخیزې هلې ځلې وکړي.

نوموړي ویلي، دا مهال په هېواد کې ۷۶ د درملو لویي او وړې تولیدې فابریکې فعالیت کوي، چې د هېواد ۲۵ سلنه اړتیاوي پوره کوي.

ښاغلی عمر هیله من دی، چې په راتلونکي کال کې به د درملو د تولید ۶ نورې لویې کارخوني هم جوړې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره په ټول هېواد کې د خوړو او درملو ادارې له لوري په خوړو او درملو د کنټرول څارنه زیاته شوې او هر کال په زرګونو ټنه بې کیفیته او تاریخ تېر خواړه او درمل راټول او له منځه وړل کیږي.

تړلي موضوعات