د سوري زړه پرناروغۍ اخته ۱۵ ماشومان د درملنې لپاره روغتونونو ته ور وپېژندل شول

د سوري زړه پرناروغۍ اخته ۱۵ ماشومان د درملنې لپاره روغتونونو ته ور وپېژندل شول روغتیا
په سوري زړه رنځ اخته ماشومان د درملنې په موخه المان ته استول شوي وو.

افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي، د شوال میاشتې په ۱۱مه یې ۱۵ د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومان په پلازمېنه کابل کې دوو کورنیو روغتونونو ته د درملنې په موخه ور وپېژندل.

یادې ټولنې ویلي، د دغو ماشومانو د درملنې ټول لګښت د دې ټولنې له لوري ورکول کیږي.

د دغې ټولنې د شمېرو له مخې، په تېرو ۲۱میاشتو کې یې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۳زره ۱۳ ماشومان د هېواد بېلابېلو روغتونونو ته د درملنې لپاره ورپېژندلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې هم د یادې ټولنې له لوري څو تنه په سوري زړه رنځ اخته ماشومان د درملنې په موخه المان ته استول شوي وو.

تړلي موضوعات