د افغانستان خاوره کې د ټاپي نل لیکې د غځولو د کار پپل پر لارو چارو خبرې وشوې

د افغانستان خاوره کې د ټاپي نل لیکې د غځولو د کار پپل پر لارو چارو خبرې وشوې افغانستان
کابل کې د ترکمنستان سفیر سره د بهرنیو چارو وزیر کتنه

په کابل کې د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف له بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتنه کې د دوه اړخیزو ډيپلوماټیکو اړیکو د کچې لوړولو پر امکاناتو او د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل لیکې د غځولو د کار پیل پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د ترکمنستان سفیر دې کتنه کې د خپل هېواد له لوري د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل لیکې د غځولو د عملي کار اړوند وروستي پرمختګونه شریک کړي.

د بهرنیو چارو وزیر د ټاپي نل لیکې غځول د اسلامي امارت له سترو لومړیتوبونو بللې.

امیرخان متقي ویلي، د افغانستان اړوندې ادارې کار کوي څو په نږدې راتلونکي کې د افغانستان خاوره کې د ټاپي نل لیکې تخنیکي چارې وروستي او عملي کار پیل شي.

کابل کې د ترکمنستان سفیر وروسته له هغې د افغانستان خاوره کې د ټاپي نل لیکې پروژې د ژر پیل غوښتنه کوي، چې وړمه ورځ له ۱۵ کلونو ځنډ وروسته د مس عینک سترې پروژې د سړک جوړولو عملي کارونه پیل شول، چې په نږدې راتلونکې کې به د مس عینک کان د کیندنې کارونه هم پیل شي.

تړلي موضوعات