چین دې پر نړېوال سټېج د افغانستان د دریځ ملاتړ ته دوام ورکړي

چین دې پر نړېوال سټېج د افغانستان د دریځ ملاتړ ته دوام ورکړي سیاست
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسحنفي د چین د سفیر او فرهنګ وزیر سره د خبرو پر مهال

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د چين د فرهنګ او ګرځندوی وزارت مرستيال ښاغلي لي کن او ورسره پلاوی کتنه کې ویلي، د چین او افغانستان ترمنځ تاریخي اړیکو ته په کتو دې دغه هېواد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي په توګه په نړیوال سټېج د افغانستان د دریځ ملاتړ ته دوام ورکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، اسلامي امارت د واحد چین پالیسۍ او د چین د طرحه شویو لویو پروژو ملاتړ کوي او هیله یې ښودلې، چې د واخان کوریډور د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا کې مهم رول ولوبوي.

دې کتنه کې د چین فرهنګ او ګرځندوی وزارت مرستیال لي کن ویلي، د اسلامي امارت په څېر د واحد او خپلواک حکومت حاکمیت دې ته لار هواره کړه، چې له اوږد ځنډ وروسته د مس عینک پروژه پیل شي.

لي کن ویلي، په داسې یوه طرحه کار کوي، چې په راتلونکي کې به هم د افغانستان د کانونو کیدنه کې د تاریخي اثارو د خوندیتوب لپاره ګټوره تمامه شي.

تړلي موضوعات