د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د امو سیند د تحکیماتو پر سر خبرې وشوې
د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د بلخ حیرتان ښارګوټي کې د ازبکستان اوبو وزیر سره د امو سیند اړوند په یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې کړې.
د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې د کرنې وزیر مولوي عطا الله عمري په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوي له ازبک پلاوي سره د امو سیند په تخریباتو، د اوبو پرکموالي، د اقلیمي بدلون پر اغیزو، د تحکیماتو پر پیاوړتیا او د لا نورو ویجاړیو پر مخنیوي خبرې اترې کړې.
دا ناسته د بهرنیو چارو وزارت په کوربتوب د بلخ حیرتان ښارګوټي کې برابره شوې وه.
د ازبکستان پلاوي مشري د هغه هېواد د اوبو وزیر شوکت همرایوف کوله.
دغه ناسته په داسې حال کې ترسره کېږي، چې هر کال د پسرلي په موسم کې د امو طغیاني کېدو په مهال دواړو هېوادونو زرګونه هکتاره کرنیزه ځمکه او د اوسېدو کورونه له منځه ځي.