د استخباراتو لوی ریاست خپلې دندې د یو بشپړ جامع قانون له مخې ترسره کوي

د استخباراتو لوی ریاست خپلې دندې د یو بشپړ جامع قانون له مخې ترسره کوي افغانستان
د افغانستان د استخبارانو عمومي رئیس ملا عبدالحق وثیق

د افغانستان د استخباراتو لوی رئیس ملا عبدالحق وثیق د درې ګونو امنیتي او دفاعي ځواکونو ستاینغونډې ته خبرې کولې وویل، د استخباراتو لوی ریاست خپلې دندې د یو بشپړ او جامع قانون له مخې ترسره کوي، چې ټول مواد او بندونه یې د اسلامي شریعت په اساس تخریج او د علماوو او پوهانو له لوري تائید شوي او له تطبیق یې په خورا دقت څارنه کېږي.

ملا عبدالحق وثیق ویلي، تېرو وختونو کې استخباراتي ارګانونه د بې ګناه ولس د شکنجې لپاره کارېدل، چې اوس ورته د پای ټکی اېښودل شوی.

نوموړي زیاته کړې، د استخباراتو ریاستونه په بشپړ ډول تصفیه او پر ځای یې له اسلامي ټولنې څخه پاک کادرونه استخدام شوي.

ښاغلي وثیق همدارنګه ویلي، د معاصرې نړۍ او په افغانستان کې د پخوانیو استخبارتي سازمانونو له نوعیت څخه په توپیر د اسلامي امارت د استخباراتو کارکوونکي د اسلامي شریعت او قانون تابع دي او تخطۍ پرمهال ترې پوښتنه کیږي.

تړلي موضوعات