افغان وزیر په سویس کې د روغتیا د نړېوال سازمان له مشر سره کتلي

افغان وزیر په سویس کې د روغتیا د نړېوال سازمان له مشر سره کتلي روغتیا
د عامې روغتیا وزیر د روغتیا نړیوال سازمان له مشر سره کتلي

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې وزیر مولوي نورجلال جلالي سویس ته د خپل سفر په ترڅ کې د روغتیا د نړیوال سازمان له مشر ډاکټر تیدروس سره کتنه کې په یو شمېر موضوعاتو خبرې کړې.

یاد وزارت زیاتوي، چې په دغه سفر کې ښاغلي وزیر د روغتیا د نړېوال سازمان پر مشر سربېره له یو شمېر همکارو بنسټونو سره هم د ساري ناروغیو د کنټرول، د پولیو د له منځه وړلو، د روغتیايي خدمتونو د پراختیا او معیاري کېدلو په تړاو خبرې کړې.

په ورته مهال د عامې روغتیا وزارت مسؤلین څرګندوي، چې د نړېوالو بنسټونو چارواکو له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د دوامداره همکاریو ډاډ ورکړی دی.

د یادولو ده، چې په تېرو شلو کلونو کې د هېواد څه باندې پنځوس سلنه خاوره د روغتیايي خدمتونو له وړاندې کولو څخه بې برخې وه، خو اوس اسلامي امارت هڅه کوي چې په ټول افغانستان کې خلکو ته معیاري روغتیايي خدمات چمتو او وړاندې کړي.

تړلي موضوعات