ترکمنستان کې د اسلامي امارت سفارت شارژدافیر دنده پیل کړه

ترکمنستان کې د اسلامي امارت سفارت شارژدافیر دنده پیل کړه سیاست
فضل محمد صابر ترکمنستان کې د افغانستان سفارت نوی شارژدافیر

بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د ترکمنستان د وزیرانو شورا مرستیال او بهرنیو چارو وزیر رشید مرداف فضل محمدصابر د اسلامي امارت د سفارت د شارژدافیر په توګه ومانه.

رشید مرداف په دغو مراسمو کې ویلي، ترکمنستان او افغانستان د سترو پروژو پلي کولو پلان لري، ځکه خو د ډيپلوماټیکو اړیکو کچې لوړول اړین ګام بولي.

ښاغلي مرداف هيله ښودلې، چې د دواړو هېوادونو په ګډو ډيپلوماټیکو هڅو به وکولای شي د ټاپي نل لیکې، د ټاپ برېښنا او د تورغونډۍ – هرات ترمنځ د اوسپنې پټلۍ پروژو عملي کار ژر پيل کړي.

د بهرنیو چارو وزارت داسې مهال په ترکمنستان کې د اسلامي امارت د سفارت شارژدافیر منلو خبر ورکوي، چې وړمه ورځ کابل کې د ترکمنستان سفیر د مولوي امیرخان متقي سره کتنه کې له افغانستان سره د اړیکو کچې د لوړولو خبره کړې وه.

تړلي موضوعات