پنجشېر کې لسګونه په نشه يي توکو روږدي کسان روغتون ته انتقال شول

پنجشېر کې لسګونه په نشه يي توکو روږدي کسان روغتون ته انتقال شول روغتیا
پنجشېر ولایت کې په نشو راټول شوي روږدي

د پنجشېر ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عابدالله فاروقي وایي، امنیتي ځواګونو لسګونه په نشو روږدي د دې ولایت له بېلابېلو سیمو راټول کړي، چې د درملنې په موخه یې د رخې ولسوالۍ ۴۰ بستریز روغتون ته لېږدولي دي.

فاروقي زیاته کړې، دغه روږدي به تر درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپاري.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره د پنجشېر رخې ۴۰ بستریز روغتون کې د لسګونو روږدو درملنه شوې او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

تړلي موضوعات