اسرائیلو په ایراني سایټونو راکټي بریدونه کړي

اسرائیلو په ایراني سایټونو راکټي بریدونه کړي سیمه
د اسرائیلو هدف د ایران اټومي او غیرنظامي تاسیسات نه دي

سي ان ان امریکایي رسنۍ د امریکایي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې اسرائیلو په یو شمېر ایراني سایټونو راکټي بریدونه کړي دي. 

یادو امریکایي چارواکو ویلي، چې له دغو بریدونو څخه د اسرائیلو هدف د ایران اټومي او غیرنظامي تاسیسات نه دي. 

بلخوا ایراني مهر خبرې اژانس خبر ورکړی، چې د دې بریدونو له کبله ځیني پروازونه هم ځنډېدلي دي. 

فارس خبري اژانس هم ویلي، چې د اصفهان په شمال غرب شکاري اردو پوځي اډه کې د درېیو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. 

اې بي سي نیوز هم خبر ورکړی، چې اسرائیلو په عراق او سوریه کې هم په یو شمېر اهدافو بریدونه کړي دي. 

اسرائیلو دغه بریدونه د ایران د تیرې یکشنبې ورځې بریدونو په ځواب کې کړي، چې ایران له وړاندې د اسرائیلو له لوري ځوابي برید په کولو د بیا سخت غبرګون ښودلو خبردارۍ ورکړی وو. 

د ایران او اسرائیلو ترمنځ وروسته له هغې ناندرۍ زیاتې شوې، چې اسرائیلي اشغالګرو د نړېوالو نورمونو خلاف په سوریه کې د ایران قونسلګري په نښه کړه، چې وروسته ایران هم په ځوابي برید لاس پورې کړ.

تړلي موضوعات