اردن ته د ایران خبرداری؛ اسرائیلو سره له کومک ډډه وکړئ

اردن ته د ایران خبرداری؛ اسرائیلو سره له کومک ډډه وکړئ سیمه
د ایران لخوا توغول شوي توغندي

د ایران مهر خبري اژانس خبر ورکړی، چې د ایران پوځي چارواکو اردن ته خبرداری ورکړی، چې د اسرائیلو سره له کومک کولو ډډه وکړي.

ایران اردن ته داسې حال کې دا خبرداری ورکوي، چې بېګا شپه اردن هېواد یو شمېر هغه توغندي او ډرون الوتکې و ویشتلې، چې ایران د اسرائیلو هدف کولو لپاره توغولې وې.

د یادونې وړ ده، چې تېره شپه ناوخته ایران پر اسرائیلو پراخ توغندیز او ډرون بریدونه وکړل چې د ایران دا بریدونه د اسرائیلو د هغه برید په غبرګون کې ترسره شوي چې د سوریې دمشق کې یې د ایران کونسلګري په نښه او پکې لوړ پوړي ایراني پوځي چارواکي ووژل. 

تړلي موضوعات