ایران د ډرون او توغندیو پر مټ په اسرائیلو پراخ برید کړی

ایران د ډرون او توغندیو پر مټ په اسرائیلو پراخ برید کړی سیمه
ایراني توغندي چې پر اسرائیلو ور خوشي کېږي

اسرائیلي پوځ ویلي ایران تر ۲۰۰ زیات توغندي پر اسرائیلو توغولي او لسګونه بې پیلوټه الوتکې یې د اسرائیلو په لور ور خوشې کړې.

دا برید بېګا ناوخته پیل شو چې څو ساعتونه یې دوام وکړ.

اسرائیل ادعا کوي چې د ایراني برید په لړ کې یې د زیاتره توغندیو مخه نیولې؛ خو د ایران تسنیم خبري اژانس له لوري خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي، چې ګڼ توغندي د اسرائیلو پر خاوره ( اشغال شوي فلسطین) لګېدلي دي او ویجاړی یې رامنځته کړی.

د ایران رسمي خبري اژانس ویلي، چې د اسرائیلو النقب هوايي هډه یې په خیبر توغندیو ویشتلې، ایران ادعا کړې چې یاده هډه په سوریې کې د ایران کونسلګرۍ برید پرمهال کارېدلې وه.
فلایټ رادار ویب سایټ خبر ورکړی، چې د برید سره هممهاله د اسرائیلو، سوریې، عراق او اردن هوايي حریمونه د هر ډول الوتنو پر وړاندې تړل شوي.

د يادونې وړ ده چې د ایران دا برید د اسرائیلو د هغه برید په غبرګون کې ترسره شوی چې د سوریې دمشق کې یې د ایران کونسلګري په نښه او پکې لوړ پوړي ایراني پوځي چارواکي ووژل شول.

د ایران د بېګاني برید تلفات تر هغې ډېر کم دي چې ګواښ یې کېدلو او تر اوسه د یوازې څو تنو اسرائیلي وګړو د ټپي کېدلو خبر ورکړل شوی.

تړلي موضوعات