حکومت د هرات پېښه غندلې او تروریستي عمل یې بللی

حکومت د هرات پېښه غندلې او تروریستي عمل یې بللی افغانستان
هرات ولایت

کورنیو چارو وزارت وايي، چې تېره ورځ هرات ولایت انجیل ولسوالۍ کې نا معلومو وسلوالو د مېرمنو په ګډون شپږ تنه هېوادوال شهیدان کړي او دوه تنه یې ټپیان کړي دي.

کورنیو چارو وزارت دا پېښه غندلې او یو تروریستي عمل یې بللی دی.
دا پېښه تېره ورځ ماسپښین مهال رامنځته شوې وه.

تړلي موضوعات