داعش په افغانستان کې امریکا او ناټو رامنځته کړ

داعش په افغانستان کې امریکا او ناټو رامنځته کړ سیاست
داعش هغه وخت سر راپورته کړ چې چا د اسلامي امارت د راتګ فکر و خیال هم نه کاوه

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، د داعش ډلې خراسان څانګه په افغانستان کې امریکا او ناټو د خپل پوځي حضور پر مهال رامنځته کړه، څو د سیمې د هېوادونو امنیت او ګټې پرې وګواښي. 

نوموړي په خپله تازه مرکه کې ویلي، په اسلامي امارت د داعش ورتپل لویه بې انصافي ده، ځکه داعش هغه وخت سر راپورته کړ چې چا د اسلامي امارت د راتګ فکر و خیال هم نه کاوه. 

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت پر افغانستان له بیا واکمنیدو مخکې هم د داعش ډلې په خلاف مبارزه کړې او هغه مهال امریکایان د داعش ډلې په خطر منکر وو او ټینګار یې کاوه، چې په دغه هېواد کې اصلي ګواښ داعش ډله نه؛ بلکې القاعده ده. 

رسنیو چې د کابلوف د مرکې یو شمیر برخې خپرې کړي نوموړي په غربي هېوادونو تور پورې کړی، چې غواړي په سیمه کې د ترهګرو ډلو کلک ملاتړ وکړي، څو په سیمه کې ناپایه جګړې پیل شي. 

اسلامي امارت بیا په افغانستان کې د داعش ډلې فزیکي موجودیت ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې دغه ډله یې په بې سارې ډول ځپلې او شتون یې په نشت حسابېږي. 

دا په داسې حال کې ده، چې له څه مودې راهیسې افغانستان، ایران او روسیه د یو شمېر خونړیو بریدونو شاهد وو، چې مسوولیت یې د داعشي خوارجو ډلې منلي دي.

تړلي موضوعات