دمشق کې د ایران پر قونسلګرۍ د اسرائیلو برید د نا امنۍ د پراختیا پارونکی اقدام دی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د ایران پر قونسلګرۍ د صهیونیستي رژیم برید غندلی او هغه یې د ډيپلوماټیکو نورمونو ښکاره نقض بللی دی. د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، د اسرائیلو دا کړنه په سیمه کې د نا امنۍ د پراختیا پارونکي اقدامات دي.
نوموړي په خپله اېکس پاڼه ویلي، اسلامي امارت د نړۍ او سیمې له اغېزمنو هېوادونو غواړي چې په غزه کې او له غزې تړانگې هاخوا د صهیونیستي رژيم د جنايتونو مخنيوی وکړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د دې رژیم د جنایتونو دوام له يوې خوا د سيمې او نړۍ امنيت ته پر يوه جدي گواښ بدل شوی او له بلې خوا يې د نړيوالو قوانينو او سازمانونو د مؤثريت په تړاو جدي پوښتنې را ولاړې کړې دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت داسې مهال په دې اړه غبرګون ښيې چې اسرائیلي اشعالګرو تېره ورځ ناوخته د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د ایران په قونسلګرۍ هوایي برید وکړ.