د کجکي بند د دویم فاز دویمې برخې چارې ۱۰ سلنه بشپړې شوې

د کجکي بند د دویم فاز دویمې برخې چارې ۱۰ سلنه بشپړې شوې بیارغونه او پراختیا
هلمند او کندهار ولایتونو اوسېدونکي له برېښنا څخه برخمن شي

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د هلمند ولایت د کجکي بند د دویم فاز پروژې د دویمې برخې چارې چې د خدماتي پرچاوي جوړول، د دروازو نصبول او د اضطراري پرچاوي جوړول په کې شامل دي ۱۰ سلنه بشپړې شوې دي. 

یاد وزارت ویلي، د دې بند د لومړي او دویم فاز د چارو په پشپړېدو سره به د یاد بند د اوبو زېرمه کولو وړتیا له یو میلیارد مترمکعب څخه ۲.۰۲ میلیارد متر مکعب ته او د اوبو لګولو وړتیا له ۱۰۰زره هکتارو څخه ۲ لکه ۷۶ زره هکتارو ته لوړه شي. 

همداراز د یاد بند د برېښنا د تولید کچه به هم له ۵۱ میګاواټو څخه ۱۵۱ میګاواټو ته پورته شي چې د چارو په بشپړېدو سره به یې د هلمند او کندهار ولایتونو اوسېدونکي له برېښنا څخه برخمن شي. 

د کجکي بند د دویم فاز پروژه د اوبو او انرژۍ وزارت له سترو پروژو څخه ګڼل کېږي.

تړلي موضوعات