له افغان کډوالو څخه دې سیاسي ګټه نه اخیستل کېږي

له افغان کډوالو څخه دې سیاسي ګټه نه اخیستل کېږي سیاست
په افغانستان کې دې خپلې نیمګړې پروژې بیا پیل کړي

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د یوناما د بشري چارو له مرستیال او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري او پراختیايي ټولنې له مشر اندریکا راتوت او مل پلاوي سره کتلي. 

سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دې کتنه کې ویلي، په اوسنیو شرایطو کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستل به د مرستې رسولو پروسه او بشري حالت زیانمن کړي او له افغان کډوالو څخه دې سیاسي ګټه نه اخیستل کېږي. 

نوموړي د اسیا له پراختیایي بانک او نورو بنسټونو څخه غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې دې خپلې نیمګړې پروژې بیا پیل کړي. 

بلخوا اندریکا راتوت په دې کتنه کې ویلي، په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو په موخه له مرستندویه هېوادونو څخه د ۳ میلیارده ډالرو د غوښتنې تر څنګ پلان لري د ظرفیت لوړولو په برخه کې هم ترې ۲ میلیارده ډالر وغواړي. 

اندریکا له پاکستان څخه د افغان کډوالو د دویمې لړۍ پېلېدو ته اندېښنه څرګنده کړې، چې په خبره یې پاکستان کې مېشتو افغانانو ته باید خپلو مېنو ته د تګ لپاره کافي وخت ورکړل شي او په زور ویستلو ته اړ نه شي. 

نوموړي له افغان کډوالو سره د پاکستان د حکومت ناسم چلند د بشري مرستو پروړاندې خنډ یاد کړی دی. ښاغلي اندریکا راتوت د کډوالو په اړه د کابل او اسلام اباد ترمنځ په خبرو اترو د ټېنګار تر څنګ ویلي، په نږدې راتلونکي کې به پاکستان ته سفر وکړي او د یاد هېواد له چارواکو سره به د افغان کډوالو په اړه خبرې وکړي.

تړلي موضوعات