هند له افغانستان سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا ته لیواله دی

هند له افغانستان سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا ته لیواله دی سیاست
هند له افغانستان سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا ته لیواله دی

د افغانستان لپاره د هند جمهوریت ځانګړي استازي جي پي سنګ د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په کتنه کې ویلي، هند لیواله دی چې په سیاسي او اقتصادي برخو کې له افغانستان سره اړیکې پراخې کړي او د چابهار بندر له لارې سوداګرۍ ته وده ورکړي. 

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ښاغلي سنګ په دې کتنه کې په افغانستان کې د سرتاسري امنیت، ثبات، نشه یې توکو، داعش او له فساد سره د اسلامي امارت د مبارزې ستاینه کړې او د افغانستان او هند پر دوو اړخیزو اړیکو، اقتصادي او ټرانزیټي مسایلو یې هر اړخیزې خبرې کړې دي. 

بلخوا په دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر مولوی امیرخان متقي ویلي، د خپل متوازن بهرني سیاست له مخې غواړي چې د سیمې د یو مهم هیواد په توګه له هندوستان سره هم سیاسې او اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي. 

ښاغلي متقي دغه راز د هند له استازي څخه سوداګرو، ناروغانو او محصلینو ته  د ویزو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کیدو غوښتنه کړې.

تړلي موضوعات