په هیواد کې پانګونې ته د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لېوالتیا زیاته شوې
د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی، چې یو شمېر چینایي او افغان پانګوالو په افغانستان کې د کانونو د استحراج په برخه کې پانګونې ته لیواله دي.
دغو پانګوالو د کانونو او پټرولیم وزارت له وزیر شیخ شهاب الدین دلاور سره د کتنې پر مهال په افغانستان کې د پانګونې لپاره شرایط مناسب بللي او د کانونو په ځانګړې ډول مسو کان کې یې د پانګونې لپاره خپل هوډ څرګند کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې په دې کتنه کې شیخ شهاب الدین دلاور ویلي، چې په هېواد کې یې د پانګونې د جلب او جذب لپاره ښه زمینه برابره کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو را وروسته د کانونو او پټرولیم وزارت په تېرو څه باندې دوه کلونو کې د اوسپنې، سرو زرو، نفتو، سرب او جستو کانونو غټې پروژې چینایي، ایراني، قطري، ترکي او برتانیوي پانګوالو ته د میلیاردونو ډالرو په ارزښت په قرار داد ورکړې دي.