د ملي دفاع وزیر او لوی درستیز د قطر له امیر سره وکتل

د ملي دفاع وزیر او لوی درستیز د قطر له امیر سره وکتل سیاست
بېلابېلو برخو کې په پرمختګ خبرې وشوې

ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د افغانستان اسلامي امارت د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او د وسله والو ځواکونو لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره کتلي دي.

په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا او بېلابېلو برخو کې په پرمختګ خبرې وشوې.

د قطر امیر افغانستان یو دوست او ورور هېواد بللی او د خپل ښه نیت ښودنه یې کړې.

بلخوا د ملي دفاع وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد له خپل لوري د اړیکو د پراختیا ډاډ ورکړی دی او له افغانستان څخه یې د اشغالګرو ځواکونو په ایستلو کې د قطر هېواد له کوربتوب او منځګړیتوب مننه کړې ده.

تړلي موضوعات