پر غزې روان یرغل؛ د وژل شویو خبریالانو شمېر ۱۳۳ تنو ته لوړ شوی
د ایران مهر خبري اژانس خبر ورکړی، چې په غزه کې تازه د اشغالګرو اسرائیلو په بریدونه کې فلسطینی خبریال محمد سلامه شهید شوی دی.
یاد اژانس ویلي، چې په غزه کې د صهیونیستي رژيم اوسني یرغل له پیل راهیسې۱۳۳ خبریالانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د یادونې وړ ده، چې د ۲۰۲۳ کال اکټوبر په ۷ مه پر غزه د اشغالګرو اسرائیلو د بریدونو له پیله تر دې مهاله ۳۰ زره او ۶ سوه تنه بې ګناه فلسطینیان شهیدان او شاوخوا ۸۰ نور ټپیان شوي، چې زیاته برخه یې ښځې او ماشومان دي.