د ګردېز ـ زرمت سړک د قیر اچونې چارې پیل شوې دي

د ګردېز ـ زرمت سړک د قیر اچونې چارې پیل شوې دي بیارغونه او پراختیا
د ګردېز ـ زرمت سړک

د ټولګټو چارو وزارت وايي، چې د ګردېز ـ زرمت ۱۵ کیلومټره سړک د قیر اچونې چارې پیل شوې دي.

یاد وزارت زیاتوي، چې دا سړک د پکتیا ولایت له مرکز ګردېز څخه پیل د دغه ولایت تر زرمت ولسوالۍ پورې رسېږي او د هېواد جنوب ختیځ ولایتونه پکتیا، پکتیکا او غزني له جنوب لوېدیځو ولایتونو  زابل، کندهار او هرات سره وصلوي.

د ټولګټو چارو وزارت په خبره، چې د دغې پروژې د چارو بشپړېدو سره به د زرمت ولسوالۍ د خلکو ټرانسپورټي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي او د دې ولسوالۍ او ګاونډیو ولایتونو اوسېدونکي به ښوونې، لوړو زده کړو او روغتیایي خدمتونو ته اسانه لاسرسی ولري.

تړلي موضوعات