نړۍ د فلسطین مظلومو خلکو سره روان جنایتونه نه ویني

نړۍ د فلسطین مظلومو خلکو سره روان جنایتونه نه ویني سیاست
د خپلو ادعاوو په تکرار سره د اسلامي نظام د بدنامولو هڅې کوي

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخند ویلي، نړۍ په فلسطین کې له خلکو سره روان جنایتونه نه ویني، خو په افغانستان کې د بشري حقونو په نوم جعلي ادعاوې کوي.

ملا محمد حسن اخند په ارګ کې د ریاست الوزراء اړوند ادارو د همغږۍ غونډې ته ویلي، د بشري حقونو تش په نوم مدافعین په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په اړه د خپلو ادعاوو په تکرار سره د اسلامي نظام د بدنامولو هڅې کوي.

د افغانستان رئیس الوزراء داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې په وار وار د بشري حقونو د تش په نوم مدافعینو په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې ډول د ښځو حقونو د  نقض تور پورې کړی دی؛ خو اسلامي امارت بیا دا ډول تورونه رد کړي او هغه یې د اسلامي امارت پر وړاندې یوه تبلیغاتي دسیسه بللې ده.

تړلي موضوعات