کابل کې له اختطافګرو ماشوم ژغورل شوی؛ دوه انسان تښتوونکي وژل شوي

کابل کې له اختطافګرو ماشوم ژغورل شوی؛ دوه انسان تښتوونکي وژل شوي افغانستان
ژغورل شوی ماشوم

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع خبر ورکړی، چې نن مازدیګر امنیتي ځواکونو دقیقو او پلټونکو عملیاتو کې یو ماشوم له انسان تښتوونکو ژغورلی دی.

د یاد وزارت ویاند زیاتوي، امنیتي ځواکونو له اختطافګرو سره د عملیاتو پر مهال نښته کړې، چې دوه انسان تښتوونکي وژل شوي دي او ماشوم روغ رمټ ژغورل شوی.

د ښاغلي قانع په خبره، د عبدالفهیم په نوم دا ماشوم ۱۴ ورځې وړاندې د یوولسمې حوزې له مربوطاتو څخه تښتول شوی و، چې اختطافګرو یې د خلاصون په بدل کې له کورنۍ څخه ۸ لکه ډالر غوښتل.
نوموړي همدارنګه ویلي، چې دا ماشوم د کابل څلورمه امنیتي حوزه کې ژغورل شوی دی.

تړلي موضوعات