بلخ کې هوایي ځواک په واورو کې بند پاتې شپانه او څاروي ژغورلي

بلخ کې هوایي ځواک په واورو کې بند پاتې شپانه او څاروي ژغورلي افغانستان
شاوخوا ۳۵۰ پسونو ته هم خوراکي توکي رسول شوي دي

په بلخ ولایت کې هوایي ځواکونو په واورو کې بند پاتې شپانه ژغورلي او څارویو ته یې خوراکي او غیري خوراکي مواد ور رسولي دي. 

په شمال کې د ۲۰۹ الفتح قول اردو مطبوعاتي دفتر وایي، د هوایي ځواک اضطراري کمېټې له لوري د چورلکو په مرسته د بلخ ولایت دهدادي ولسوالۍ د غرو لمنو کې په واورو کې بند پاتې شپانه او د دوی څاروي ژغورل شوي او لومړني خوراکي او غیري خوراکي توکي ورته رسول شوي دي. 

یادې قول اردو زیاته کړې، چې د ژغورنې په دې عملیاتو کې شاوخوا ۳۵۰ پسونو ته هم خوراکي توکي رسول شوي دي

تړلي موضوعات