د بندیانو دویمه بریالۍ تبادله؛ اوربند غزېدا تمې شته

د بندیانو دویمه بریالۍ تبادله؛ اوربند غزېدا تمې شته نړۍ
غزه کې د فلسطیني بندیانو خلاصون کې خوښي| عکس: الجزیره

تېره شپه د اوربند پر دویمه ورځ حمـاس او اسرائیلي اشغالګرو دویمه ډله بندیان سره تبادله کړل.

دې تبادله کې اسرائیلو ۳۹ فلسطیني بندیان، چې ۳۳ یې ماشومان او ۶ یې ښځې وې ازاد کړل او بل لور ته حمـاس ۱۳ اسرائیل او ۴ د نورو هېوادونو وګړي خوشي کړل.

عربي رسنیو ویلي، چې د قطر او مصر چارواکو هڅې پیل کړې، چې غزه کې اوربند چې سبا یې وروستی ورځ ده، وغځېږي؛ همدارنګه یادو هېوادونو چارواکو هم تمه ښودلې چې دا اوربند به دوام وکړي.

حمـاس تېره شپه اسرائـیلي اشغالګر تورن کړي و، چې د موافقې له مخې ازادېدونکو بندیانو په نوملړ کې یې لاسوهنه کړې او همدارنګه د غزې شمال کې ملکیانو ته د مرستندویه موادو رسولو ته اجازه نه ورکوي.

اسرائیـلي اشغالګرو مخکې ویلي و، چې پر غزې یرغل له لارې به خپل بندیان ازادوي، خو د ۴۸ ورځو پرلپسې جګړې وروسته بیا هم و نه توانېدل، چې خپل بندیان د حمـاس ځواکونو له منګولو ازاد کړي؛ چې بالاخره مجبور شول د مذکراتو له لارې خپل بندیان خلاص کړي.

تړلي موضوعات