پکتیا جاني خېلو کې د زړو چاودېدونکو توکو انفجار له امله ۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

پکتیا جاني خېلو کې د زړو چاودېدونکو توکو انفجار له امله ۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې افغانستان
جاني خېلو ولسوالۍ کې هغه کور چې چاودنه په کې شوې

د جاني خېلو ځايي مسؤلینو خبر ورکړی، چې نن مازدیګر د پکتیا ولایت جاني خېلو ولسوالۍ اړوند بلخېلو ترکي کلي یوه کور کې د غره څخه راوړل شويو زړو چاودېدونکو توکو او ماین چاودنه کړې، چې پېښه کې دوو ماشومان ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ماشومان ټپیان شوي دي.

مسؤلین زیاتوي، چې چاودنه سیمه کې د بسم الله الدین په نامه کس په کور کې شوې، چې د یادې کورنۍ یو ۶ کلن او بل ۹ کلن ماشومان شهیدان او درې نور ماشومان ټپیان شوي، چې زخمیان د تداوۍ لپاره خوست ولایت ته انتقال شوي دي. مسؤلین د پېښې لامل په اړه وايي، چې څو ورځې وړاندې د دې کورنۍ ماشومانو د غره څخه ماين او زاړه چاودېدونکي توکي راوړي وو، چې نن ورسره د لوبو پر مهال چاودېدلي دي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې افغانستان کې د تېرو لسیزو جګړو او یرغلونو له امله لا هم د هېواد ډېری سیمې له ماینونو او زړو چاودېدونکو توکو څخه نه دي پاکې شوې، چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې تېر کال افغانستان کې د زړو چاودېدونکو توکو د چاودنو له امله د ملکي خلکو او ماشومانو د مرګ ژوبلې د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښوولې وه او د لا زیاتو مرستو غوښتنه یې کړې وه.

تړلي موضوعات