کندوز کې ۴ نیم ټنه بې کیفیته درمل او خوراکي توکي سوځول شوي

کندوز کې ۴ نیم ټنه بې کیفیته درمل او خوراکي توکي سوځول شوي روغتیا
تاریخ تېر توکو سوځولو عکس

د کندوز ولایت مقام رسنیز دفتر وايي، چې د دې ولایت خان اباد ولسوالۍ کې له دوکانونو، مارکېټونو او درملتونونو راټول شوي څلور نیم ټنه بې کیفیته او تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي سوځول شوي دي.

رسنیز دفتر زیاتوي، چې دا خوراکي توکي او درمل د کندوز ولايت مقام او د یادې ولسوالۍ د رهبرۍ په همغږۍ د دې ولایت دخوړو او درملو ادارې له لوري راټول شوي وو، چې په یوه لرې پرته سيمه کې وسوځول شول.
یاده دې وي، چې د کندوز ځايي مسؤلینو تر دې وړاندې هم د لسګونه ټنه تاریخ تېر درملو او خوراکي توکو د سوځولو خبر ورکړی و.

تړلي موضوعات