ننګرهار ګمرک کې څه باندې ۵ زره کیلو چاودېدونکي توکي نیول شوي

ننګرهار ګمرک کې څه باندې ۵ زره کیلو چاودېدونکي توکي نیول شوي افغانستان
نیول شوي چاودېدونکي توکي

مالیې وزارت خبر ورکړی، چې ننګرهار کې د دې ولایت ګمرک منسوبینو ۵ زره او ۸۸ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي امونیم نایټریټ نیولي دي، چې له ګاونډي هېواد پاکستان څخه په پټه افغانستان ته راوړل کېدل.

وزارت زیاته کړې، چې یاد ۲۱۲ بستې چاودېدونکي توکي د اکرام شفیق شرکت اړوند په درېیو سوداګریزو محمولو کې په خورا مهارت ځای پر ځای شوي وو.

د مالیې وزارت په خبره، چې په دې تړاو یو تن نیول شوی دی او د نورو څېړنو لپاره امنیتي ارګانونو ته ور پېژندل شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې دوه ورځې وړاندې کندهار کې هم د ګمرک ګرځنده منسوبینو ۱۱۰۰ کیلو ګرامه طبي درمل نیولي وو، چې په قاچاقي ډول له پاکستان څخه افغانستان ته راوړل کېدل.

تړلي موضوعات