ایرلېنډ هېواد افغانستان سره ۵ لکه یورو مرسته کوي

ایرلېنډ هېواد افغانستان سره ۵ لکه یورو مرسته کوي نړۍ
ایرلېنډ بیرغ

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، چې ایرلېنډ هېواد افغانستان سره ۵۰۰ زره یورو مرسته کوي.

یاد دفتر زیاتوي، چې ایرلېنډ له ۲۰۲۰ کال راهیسې د بشري مرستو له لارې افغانستان سره شپږ نیم میلیونه یورو مرسته کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې جرمني هم افغانستان سره د ۵ میلیونه یورو مرستې اعلان کړی و؛ اوچا په دې اړه ویلي و، چې دا پیسې به سږ کال افغانستان کې د بېړنو مرستو په چارو کې ولګوي.

تړلي موضوعات