تېره میاشت تر ۳ زرو زیاتو بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی

تېره میاشت تر ۳ زرو زیاتو بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی افغانستان
د هېواد له بېلایېلو تاریخي او تفریحي ځایونو څخه لیدنې کوي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، د روان کال سلواغې میاشتې په اوږدو کې د هېواد د هوایي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو له لارې افغانستان ته ۳ زره ۳۴۴ بهرنیو وګړو تګ راتګ کړی دی. 

د یادې ادارې د ثبت شویو شمېرو له مخې په سلواغې میاشت کې د ۳۳ ښځينه وو په ګډون ۱۸۳۵ تنه بهرني وکړي هېواد ته راغلي او د ۱۵ ښځو په ګډون ۱۵۰۹ تنه نور بیرته له هېواده وتلي دي. 

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې د بهرنیو وګړو تر ټولو ډېر تګ او راتګ د نیمروز ولایت له بندر، د هرات هوایي ډګر او بندرونو، تورخم او حیرتان بندرونو له لارې ثبت شوی دی. 

دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د بشپړ امنیت تر ټینګښت وروسته بهرنیو سيلانیانو افغانستان ته مخه کړې او د هېواد له بېلایېلو تاریخي او تفریحي ځایونو څخه لیدنې کوي.

تړلي موضوعات