تورخم کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د نږدې ۲ زره ناروغانو درملنه شوې

تورخم کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د نږدې ۲ زره ناروغانو درملنه شوې روغتیا
د خالد بن ولید قول اردو روغتیايي پرسونل د ناروغ تداوۍ پر مهال

د ملي دفاع وزارت وايي، چې د ۲۰۱ خالد بن ولید ( رض) قول اردو اړوند ډاکټرانو او طبي پرسونل تورخم کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۹۱۵ ناروغان کتلي او درملنه یې کړې ده.

وزارت زیاتوي، چې دا راستانه شوي افغان کډوال ناروغان د تورخم پنډغالو کې د او پي ډي، غاښونو، جراحي عمليات، لابراتوار، زرقیات او پانسمان برخو کې تداوي شوي دي.
یاده دې وي، چې راستانه شویو هېوادوالو ته د نورو ګڼو اسانتیاوې تر څنګ روغتیايي خدمات هم په بېړني ډول وړاندې کېږي، چې دمګړۍ یاده سیمه کې ګڼ د عامې روغتیا وزارت او دفاع وزارت روغتیايي ټیمونه شتون لري.

تړلي موضوعات