هېواد کې ۳۰۰ روغتیايي مرکزونه جوړ شوي او ۲۸۵ نور جوړېږي

هېواد کې ۳۰۰  روغتیايي مرکزونه جوړ شوي او  ۲۸۵ نور جوړېږي روغتیا
نورستان ولایت کې جوړ شوی روغتیايي مرکز

د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد اروزګان کې روغتیايي مسؤلینو سره ناسته کې ویلي، چې هېواد کې تېرو دوو کلونو کې ۳۰۰ روغتیايي مرکزونه جوړ شوي دي او د ۲۸۵ نورو د جوړولو پلان لرو.

ښاغلي وزیر دې ناسته کې همدارنګه ویلي، چې په هره ولسوالۍ کې د ولسوالیو په کچه روغتونونه جوړو، چې په دې برخه کې پوره ژمنتیا او پلان شتون لري او باید ولسونه له معیاري روغتیايي چوپړتیاوو برخمن شي.
ډاکټر قلندر عباد زیاته کړې، پلان لرو چې د هېواد روغتیايي سیستم ډیجیټلایز کړو، چې ورسره به په روغتیايي برخه کې همغږي لا پیاوړې او په وخت سره به د هرې سیمې له روغتیايي وضعیت خبرېږو.
د یادونې وړ ده، چې عامې روغتیا وزیر د یاد ولایت له ولایتي مسؤلینو سره لیدنه کې اروزګان کې د ۱۵ نویو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو خبر هم ورکړی دی.

تړلي موضوعات