غزني کې په دوو تنو د قصاص شرعي حکم جاري شو

غزني کې په دوو تنو د قصاص شرعي حکم جاري شو افغانستان
ه قاتلینو د قصاص شرعي حکم د تطبیق امر ورکړل شو

د هېواد سترې محکمې ویلي، په غزني ولایت کې یې په دوو تنو هغو قاتلینو چې د بېلابېلو پېښو له امله پرې د قصاص شرعي حکم صادر شوی وو نن د قصاص شرعي حکم عملي کړی دی. 

سترې محکمې په دې اړه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې زیاته کړې، په دغو دوو تنو چې قضیې یې د اسلامي امارت د درې ګونو محاکمو لخوا په جلا جلا ډول په مکرر او دقیق ډول له څیړلو وروسته د قصاص حکم صادر او تائید شوی، چې نن پرې په عام محضر کې د قصاص حکم عملي شوی دی. 

په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه حکمونه چې د اسلامي امارت مشرتابه مقام ته د تائید لپاره وړاندې شوي وو، چې په اړه یې د وروستي احتیاط په منظور تر بشپړې څېړنې وروسته په قاتلینو د قصاص شرعي حکم د تطبیق امر ورکړل شو. 

د عامو خلکو په باور د اسلامي امارت له لوري د قصاص شرعي حکم عملي کیدل کولای شي، په هیواد کې د خپل سرو وژنو او قتلونو مخه ونیسي او خلک هم هیله لري، چې په بشپړ ډول په ټولو برخو کې د اسلام د شرعي حدودو احکام پلي شي.

تړلي موضوعات