د افغانستان په اړه د دوحې ناسته له پیله له ناکامۍ سره مخ وه

د افغانستان په اړه د دوحې ناسته له پیله له ناکامۍ سره مخ وه سیمه
د هېوادونو له ملاتړ پرته له ناکامۍ سره مخ دی

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا له یوې روسي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې د ملګرو ملتونو په کوربتوب د دوحې ناسته له ناکامۍ سره مخ شوه. 

نوموړې زیاته کړې، د ملګرو ملتونو له لوري دغه غونډه له مخکې ټاکل شوي پلان سره سمه پر مخ نه لاړه، چې ټاکل شوې وه هغه هدف ته ورسیږي. 

اغلې زاخارووا په خپلو خبرو کې ویلي، د دې غونډې اصلي اجنډا د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل او د تماس د يوې کوچنۍ ډلې جوړول وو، چې د هېوادونو ځانګړي استازي پرې هوکړې ته ونه رسیدل. 

نوموړې زیاتوي چې د افغانستان په اړه هر ډول پلان د افغانستان او د سیمې د هېوادونو له ملاتړ پرته له ناکامۍ سره مخ دی. 

د دوحې غونډه په داسې حال کې ناکامه اعلانیږي، چې د افغانستان اسلامي امارت په دې غونډه کې له ګډون څخه انکار وکړ او ویې ویل چې په دې غونډه کې له فعاله ګډون څخه نه ګډون غوره دی.

تړلي موضوعات