زلمی خلیلزاد: افغانستان هېرول به تېروتنه وي

زلمی خلیلزاد: افغانستان هېرول به تېروتنه وي نړۍ
زلمی خلیلزاد

د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تازه امریکايي چارواکو ته ویلي، چې د افغانستان هېرول به تېروتنه وي او د امریکا راتلونکې تګلاره باید د افغانستان، سیمې او نړۍ اوسنی واقعیت په پام کې ونیسي.

زلمي خلیلزاد د امریکا استازو جرګې بهرنیو اړیکو کمېټې ته استماعیه غونډه کې ویلي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د دوحې تړون له پامه نشو غورځولی، که چیرې امریکا د دغه تړون له پلي کېدو څخه وتلې وای، نو امریکايي پوځیان به یو ځل بیا له اسلامي امارت ځواکونو سره په اوږدمهاله جګړه کې ښکېل شوي وای.

زلمي خلیلزاد « د بایډن اداره څنګه د دوحې د تړون په پلي کولو کې ناکامه شوه» تر سرلیک لاندې د پردې تر شا د کانګرس د استازو جرګې بهرنیو اړیکو کمیټې پرونۍ غونډې ته همدارنګه ویلي، چې بایډن وېره درلوده چې د دوحې له موافقې څخه وتل به جګړه اوږده کړي.

بل خوا د امریکا اوسنی ولسمشر جوبایډن تل له خپل هغه دریځ څخه ملاتړ کوي او خوښي پرې څرګندوي، چې د امریکا تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه یې افغانستان کې پای ته ورسوله.

د سیاسي او پوځي چارو شنونکي وايي، چې امریکا خپل تاریخ کې تر ټولو بد شکست افغانستان کې وخوړ او امریکا نور نشو کولی چې افغانستان کې خپل هغه یرغل ته دوام ورکړی، چې دوی ته په میلیاردونو ډالرو تاوان او زرګونو امریکايي اشغالګرو په وژل کېدو تمامېده.

تړلي موضوعات