نړېوال بانک 300 میلیونه ډالره مرسته؛ کاسا زر پروژې کارونو کې مصرف کېږي

نړېوال بانک 300 میلیونه ډالره مرسته؛  کاسا زر پروژې کارونو کې مصرف کېږي  نړۍ
نړېوال بانک

نړېوال بانک خبر ورکړی، چې د اجرائیوي بورډ پلاوي یې پرون پنجشنبه غونډه کې یوه کړنلاره تصویب کړې، چې له مخې به یې افغانستان سره ۳۰۰ میلیونه ډالره مرسته کوي.

نړېوال بانک ویلي، چې یاده اندازه پیسې د نړېوال بانک د نړېوال پرمختګ ټولنې ( IDA ) له لوري برابرېږي او ټاکل شوې، چې ملګرو ملتونو سازمان اړوند سازمانونو له لوري افغانستان کې مصرف کړل شي.

د یاد بانک د اعلان له مخې،  په پام کې ده چې دغه پیسې افغانستان کې د کاسا زر پروژې پر کارونو ولګول شي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان اسلامي امارت بیا واکمنېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې نړېوال بانک د افغانستان لپاره پیسې ځانګړې کوي.

تړلي موضوعات