د روسیې سفیر د افغان وزیر سره د دوحې ناسته کې د ا.ا پلاوي ګډون په اړه خبرې کړې

د روسیې سفیر د افغان وزیر سره د دوحې  ناسته کې د ا.ا پلاوي ګډون په اړه خبرې کړې سیاست
د کتنې انځور

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، په کابل کې د روسیې سفیر دیمتري ژيرونوف د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره په کتنه کې د دواړو لوریو پر دوه اړخیزو اړیکو او د دوحې ناسته کې د افغان حکومت پر ګډون بحث کړی.

د دې وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل ویلي، چې دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر د دوحې راتلونکې ناستې ته په اشارې سره ویلي، چې د ملګرو ملتونو اړوندو ارګانونو سره له نږدې تماس کې دي او دغه ناسته کې يي د اسلامي امارت پلاوي د احتمالي ګډون او شرایطو په اړه خپل نظر وړاندې کړی دی.

دې کتنه کې ښاغلي وزیر یاده ناسته یو ښه فرصت بللی، چې دغه ناسته کې اسلامي امارت وکولی شي د افغانستان د استازیتوب مسؤلیت په ښه ډول ترسره کړي.
د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، که په یاده ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت شرایط له پامه غورځول کېږي نو ګډون نه کول بهتر دي، چې په همدې تړاو د ناستې له ټولو ګډونوالو سره په خبرو بوخت دي.

بل لور ته بیا په دې کتنه کې د روسیې سفیر د دوحې ناستې په تړاو د اسلامي امارت د دریځ په اړه معلومات غوښتي، ترڅو د ناستې څنډه کې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر سره یو شمېر لیدنې کتنې تنظیم شي.

د یادونې ده، چې دوحه کې افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په مشرۍ د روانې فبرورۍ میاشتې په ۱۸ مه او ۱۹ مه نېټه ناسته کېږي، چې افغانستان اسلامي امارت په کې د خپل پلاوي د ګډون اعلان نه ده کړی او ځینو شرایطو منلو پورې یې ګډون تړلی دی.

تړلي موضوعات