د دوحې ناسته کې دې له ا.ا سره د تعامل لار جدي ونیول شي

د دوحې ناسته کې دې له ا.ا سره د تعامل لار جدي ونیول شي سیاست
نړۍ به د یو با ثباته افغانستان سره مخ شي

کابل کې د ایران سفیر او د دغه هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاضمی قمی پر خپله اېکس پاڼه دوحه کې جوړېدونکې غونډې ته په اشارې سره لیکلي، چې دغې ناسته کې دې له اسلامي امارت سره د تعامل لار جدي ونیول شي.

قمي ویلي، غوره ده، چې روښانه شي د افغانستان حکومت سره په عادلانه ډول د تعامل لار تر کومې کچې جدي ده. 

ښاغلي قمي زیاته کړې، که چېرې په دغې ناسته کې د هېوادونو استازي د منطقوي روابطو او تعامل لارو چارو خپلولو ته پام وکړي نو نړۍ به د یو با ثباته افغانستان سره مخ شي.

ورته مهال د ملګرو ملتونو سازمان چې د دوحې غونډې جوړونکی دی له اسلامي امارت غوښتي چې په دې غونډه کې دې ګډون وکړي.

ټاکل شوې چې یاده ناسته د روانې فبرورئ په اتلسمه د قطر پلازمېنه دوحه کې ترسره شي، چې د ګڼ شمېر هېوادونو استازي به پکې ګډون ولري.

تړلي موضوعات