د عمان لوی مفتي ا.ا.ا ته د برېښنا د قرضونو ادا کولو مبارکي ورکړې

د عمان لوی مفتي ا.ا.ا ته د برېښنا د قرضونو ادا کولو مبارکي ورکړې نړۍ
مفتي احمد بن حمد الخليلي

د عمان هېواد لوی او نوموتي مفتي احمد بن حمد الخليلي اسلامي امارت او د افغانستان ولس ته د برېښنا د قرضونو تادیه کولو مبارکي ورکړې ده او ویلي یې دي، چې د افغانستان اسلامي حکومت په داسې حال کې د دې قرض پر ادا کولو وتوانېد، چې امریکا د دوی میلیاردونه ډالر کنګل کړي دي.

مفتي احمد بن حمد الخليلي زیاته کړې، ډېر ستر هېوادونه چې د نورو هېوادونو شتمنۍ یې لا کنګل کړې خو په قرضونو کې ډوب او د سترو اقتصادي ننګونو سره مخ دي؛ خو د اسلامي امارت له لوري د دې لویو قرضونو ادا کولو لا ثابته کړه، چې یوازې اسلامي سیاست بریالی دی.

د عمان هېواد یاد نوموتي مفتي پر اسلامي هېوادونو غږ کړی، چې حکومتولۍ کې د اسلامي امارت لار خپله کړي، تر څو هغه لوی هدف ته چې بريالی سياست او حکومتولي ده ورسېږي.

د یادونې ده، چې تېره اونۍ د افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی و، چې د افغانستان اسلامي امارت د جمهوریت د وخت د برېښنا ۶۲۷ میلیونه ډالره قرضونه ګاونډیو هېوادونو ته تادیه کړل، چې د جمهوریت له وخت څخه په برېښنا شرکت د ګاونډیو هېوادونو ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران د برېښنا قرضداري د برېښنا په برخه کې لویه ستونزه پاتې وه.
#حریت_راډيو
زموږ ټلیګرام سره یوځای شئ: https://t.me/HurriyatPa

تړلي موضوعات